سپيکر سردار اياز صادق د پخواني ايم اين اے عبدالستار بچاني په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پخواني ايم اين اے عبدالستار بچاني په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ لخوا د جاري بيان له مخې د ګل په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې سپيكر د ارواښاد سياسي او سماجي خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ارواښاد يو زيرك سياست مدار ؤ ٬ د ارواښاد سياسي خدمات به تر ډېرې مودې ياد ساتلې شي۔ سپيكر په دې موقع دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔