ايف بي آر كښې په مصنوعي زېركتيا اډانه کسټمز کليئرنس او رسك مينجمنټ سسټم څخه به کاروبار، ټيکس وركولو كښې اسانۍ٬ نظام كښې لا سپېځلتيا راشي۔ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان د تاريخ په وړومبي ځل د اېف بي آر په مصنوعي زېركتيا(اے آئي) د کسټمز کليئرنس او رسك مينجمنټ سسټم (آر اېم اېس) معارفي كولو ستائننه كولو سره وئيلي دي نوي نظام سره به په کاروبار كښې آسانۍ، ټيکس وركولو كښې سهولت تر لاسه شي او نظام كښې به لا سپېځلتيا راشي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په اېف بي آر كښې د جاري اصلاحات په اړه د جاج اغستو غونډه د ګل په ورځ وشوه ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو سېنېټر اورنګزيب، عطاء تارړ، د اېف بي آر چيئرمېن او اړوند اعلي چاروكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم د نوي رسك مينجمنټ نظام جوړولو لپاره د كار كونكي ډلې د افسرانو او اهلكارو ستائنه كولو سره ووئېل په جديد ټيکنالوجۍ آدانه نظام څخه به په کاروبار كښې آسانۍ او ټيکس وركولو لپاره سهولت ترلاسه شي٬ د ټېكس نظام خود كاره كولو سره به په دې كښې سپېځلتيا راشي ٬ دا لا موثره كوٶ۔ وزيراعظم د نوې نظام جامع او د تل پاتي جوړولو امر كولو سره ووئيل د اېف بي آر اصلاحات د حکومت په وړومبۍ پام لرنې كارونو كښې شامل وو ٬ انساني مداخله كمولو څخه به نظام لا موثر شي او د وخت او پېسې به هم بچت اوشي۔ په دې موقع وزيراعظم ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول د نوې نظام له مخې به د څيزونو د وړلو او راوړلو په مهال مصرف او د نوعيت اندازه په مصنوعي زېركتيا(اے آئي ) او باټس (BOTS) لګولې شي٬ په جديد ټيکنالوجۍ آډانه نوې رسك مينجمنټ سسټم به د څيزونو اوړلو راوړلو سره د مشين لرننګ څخه په اتومتېك طريقه كار ښه كېږي، د نوي نظام د ابتدائي ټيسټنګ په مهال د 92 فيصد نه زياته ښه كاركردګي رامخې ته شوې۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د نظام په ابتدائي ټيسټنګ كښې نه يوازې ټيکس وصولۍ لپاره 83 فيصد زيات ګډز ډيکلريشن ( جي ډي) تعين شوه بلكې 2.5 فيصد د زيات سامان ډيکلريشن د ګرين چينل د لارې مكمل شو، نوي رسك مينجمنټ سسټم څخه به په نظام كښې سپېځلتا راشي٬ انساني مداخله به د لږې نه لږه شي او کاروباريانو ته به سهولت تر لاسه شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د نوي نظام اجراء څخه به د څيزونو تعين او د لګښت په سمدستي توګه او موثره اندازه لګولې شي چې ورسره به وخت بچت شي او د دې اطلاق سره به د کسټمز په چارواكو فشار كم٬ په نظام كښې سپېځلتيا٬ بهتري او كاروباريانو ته سهولت ترلاسه شي۔ دې نظام څخه به په ھغه څانګو كښې د ټېكس وصولي اتومېتك او سپېځلې شي كومو څخه چې به په حكومتي آمدان كښې زياتوالے راشي او ټيکس وركوٶنكي به د انساني مداخلې نه غېر خپل ټېكس ادا كړې شي۔