نائیجیریا ، د بوکو حرام وسله والو بريد كښې 9 كسان مړه، 4 ژوبل شول

ابوجا 07جولائي (اے پي پي) د نائیجیریا په شمال مشرقي سيمه كښې د وسله والو په بريد كښې 9 كسان مړه او 4 ژوبل شول ۔د قطر نیوز ایجنسۍ تر مخه مقامي چارواكو ووئېل د شدت پسند تنظیم بوکو حرام جنګيالو د بورنو ايالت په مالم فَتوري سيمه بريد وكړو چې پكښې 9 كسان مړه او 4 ژوبل شول ، دا سيمه د چاډ د پولې سره نزدې پرته ده او د ریاستي پايه تخت میدوګري څخه نزدې 270 کلومیټر لرې ده ۔