سوئټزرلینډ په تهران كښې خپله سفارت خانه بيا پرانستله

برن ۔7جولائي (اے پي پي)سوئټزر لینډ د ایران پايه تخت تهران كښې خپله سفارت خانه بيا پرانستلې ده ۔ العربیه اردو د سوئس خارجه وزارتِ بیان تر مخه ووئېل ایران كښې د حالاتو د استحکام نه لرلو په سبب په 20 جون په عارضي توګه د سفارت بندولو نه پس نن بيا سفارتخانه پرانستلې شوه ۔ یاد دې وي سوئټزر لینډ د ایران تېره مياشت د اسرائیل سره د فضائي جنګ په مهال خپله سفارتخانه بنده كړې وه ۔