د پاك پروردګار فضل وكرم او بيا حكومتي اقدامات سره د عاشورې ورځ په خير او عافيت تيره شوه٬ د بين المذاهب همغږۍ وده كښې د علماﺀ كرامو كردار او د فورسز په محنت سره فرض ترسره كول د ستائنې وړ دي: د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي

اسلام آباد۔7جولائی (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د پاك پروردګار په فضل او بيا د حكومتي اقدامات له كبله د عاشورې محرم الحرام ورځ په خېر او عافيت تېره شوه، د ورورولۍ او بېن المذاهب همغږۍ په وده کښې د علماء کرامو كردار د ستاینې وړ دے، ځواکونو په محنت او هم غږۍ سره خپله دنده ترسره کړې او د عزادارانو جلوسونو او مجالسو لپاره يۍ بشپړ امنیت برابر کړو ٬ ټولو ته پېرزوئنې وړاندې کوو۔ د ګل په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وفاقي وزير ووئيل د اسلام آباد په شمول په پنجاب، خېبر پښتونخوا، بلوچستان، سندھ، ګلګت بلتستان او آزاد کشمیر كښې ټول جلوسونه او مجالس په خېر او عافيت سره ترسره شول۔ محسن نقوی د عاشورې په موقع د پوځ ٬ پوليس ٬ رېنجرز او انتظاميې خوارۍ او پروفېشنل اپروچ ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د عاشورې ورځې په سكېورټي د متعين هر يو ځوان ٬ افسر او اهلكار د زړه له كومي مننه كوم۔ وفاقي وزير محسن نقوی ووئيل په ګرد هېواد كښې عزادارانو په سوله ايز چاپېريال كښې امام حسېن او د كربلا شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ اولني محرم څخه تر عاشورې ورځې فعاله او مربوط سكېورټي پلان په كاميابۍ سره عملي كړے شو۔ ده ووئيل ټولو ځواكونو او فیلډ فارمېشنز په شپه او ورځ يو كولو د مثالي نظم وضبط څرګندونه كړې ۔ ده ووئيل په خېر او عافيت سره د محرم الحرام عشرې خپل اختتام ته په رسېدو د پاك پروردګار په وړاندې سر په سجده يوو او د هغه شكر ادا كوو۔