نشان حيدر عظيم وارث حوالدار لالك جان د پاكستان د عسكري وقار ٬ قامي خپلواكۍ او استحكام ځلنده علامت دے: داخله وزير محسن نقوي

اسلام آباد۔7جولائی(اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي د ګلګت بلتستان عظيم فرزند حوالدار لالک جان( نشان حېدر) ته د هغه د شهادت په ورځ پېرزوئنې ډالۍ كولو سره وئيلي دي د نشانِ حېدر دا عظيم وارث د پاكستان د عسكري وقار ٬ قامي خپلواكۍ او استحكام ځلنده علامت دے۔ د ګل په ورځ په جاري شوي بيان كښې داخله وزير ووئيل د حوالدار لالک جان شهید په ځانګړې مړانه د هېواد د دفاع روښانه باب رقم كړو٬ په وړاندې مورچو د دښمن په مړانه مقابله كونكي دې ځوان د تورزنۍ او وطن سره د مينې تر ټولو اعلی مثال پرېښودو۔ده ووئيل د دښمن د بريد په ژوبل حالت كښې مقابله كونكے لالك جان نن هم د قام په زړونو كښې ژوند كوي۔ ده ووئيل د لالك جان ځانګړې زړه ورتيا ثابته كړه چې قامونه د شهيدانو د جذبې سره به جنګونو كښې بريا ترلاسه كوي٬ د نشان حيدر عظيم وارث حوالدار لالك جان د پاكستان عسكري وقار ٬ قامي خپلواكۍ او استحكام ځلنده علامت دے۔ محسن نقوي ووئيل لالك جان شهيد قامي اتل دے او ټول عمري له به په زړونو كښې ژوند كوي۔ ده ووئېل قام سلام كوي دغې مېړني ته كوم چې د مړانې آخري حد ته په رسېدو د شهادت لويه درجه ترلاسه كړې۔