
اسلام آباد۔7جولائی(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق حوالدار لالك جان شهيد (نشان حېدر) ته په غوره ټكو كښې د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې حوالدار لالک جان د كارګل په محاذ د مړانې يو ځانګړے داستان رقم كړو٬ د هېواد دفاع لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوؤنكي د قام حقيقي اتلان دي۔ د ګل په ورځ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ څخه د جاري شوي بيان له مخې د حوالدار لالک جان شهید په 26م تلين خپل پېغام كښې سپيكر ووئيل د حوالدار لالک جان شهید نامه به تل لپاره ژوندۍ پاتې وي٬ هغه د ګران هېواد دفاع لپاره د خپل ځان قرباني وركړه۔ سپيكر ووئيل د هېواد دفاع لپاره د ځان قرباني وركوؤنكي حقيقي اتلان دي٬ د پاك پوځ مېړنو فرزندانو د هېواد دفاع لپاره تل خپل ځانونه قربان كړي دي۔ قام ته په خپلو اتلانو فرزندانو وياړ دے۔ ده حوالدار لالک جان شهید لپاره د لوړو درجو دعا هم وكړه۔