اولس د خپلو شهيدانو قربانۍ هيڅكله هيرولې نه شي: د وزيراعظم حوالدار لالك جان شهيد نشان حيدر ته د عقيدت پيرزوئنې

اسلام آباد۔7جولائی (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف حوالدار لالك جان شهيد نشان حيدر ته د هغه د شهادت په ورځ د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د ګل په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د ګران هېواد حفاظت لپاره د كارګل جنګ په مهال حوالدار لالك جان شهيد نشان حېدر د خپل ځان پرواه كولو پرته دښمن په خپلو ناوړه عزائمو كښې ناكامه كړو او په هېواد يۍ ځان قربان كړو۔ ددښمن بريدونو د حوالدار لالک جان حوصله كمزورې نه كړې شوه۔ وزیرِاعظم ووئيل د حوالدار لالك جان شهيد مړانه او فرض شناسي نوي كول لپاره د تقليد وړ نمونه ده۔ ده ووئيل پاكستانے قام د خپلو شهيدانو قربانۍ هېڅكله هېرولې نه شي۔د پاك پوځ شهيدان او د هغوي كورنۍ زما په شمول د ټول قام وياړ دي۔ وزیرِ اعظم ووئيل د هېواد حفاظت لپاره نه كمزورې كېدونكي عزم سره ټول قام د پاك پوځ ترڅنګ ولاړ دے۔