وزیراعظم سره د وفاقي وزير سید محسن رضا نقوی ملاقات ، هيواد كښې د روانې وضعې او امنيتي انتظاماتو په اړه بريفنګ

لاهور۔6جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف سره د كورنيو چارو وفاقي وزير سيد محسن نقوي ملاقات وكړو او هغه ته يۍ د يوم عاشور په موقع په ګرد هېواد كښې د روانې وضعې او سكيورټي لپاره د شوې انتظاماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ د وزیراعظم آفس پرېس ونګ له مخې وزيراعظم د صوبو اعلی وزيرانو مریم نواز، مراد علی شاہ، علی امین ګنډاپور، میر سرفراز بګټی ٬ د آزاد كشمير وزيراعظم او د ګلګت بلتستان اعلی وزير ګلبر خان ته د يوم عاشور په موقع په خپلو خپلو سيمو كښې په فعاله انتظاماتو كولو د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وزیراعظم د صوبائي انتظاميې ٬ پوليس ٬ امنيتي ځواكونو او د رېنجرز هم ستائنه وكړه۔ وزیر اعظم ووئيل د پاك پروردګار په فضل او بيا د صوبائي حكومتونو او امنيتي ځواكونو فعاله او پېشه ورې منصوبه بندۍ سره اولس لپاره يوم عاشور لمانځل په سولييز ډول او سكون ممكن كړې شؤ۔ داخله وزیر محسن نقوی وزيراعظم ته ووئيل حکومت د یوم عاشور په موقع امنيتي انتظاماتو او د اولس آسانيو لپاره ټول اقدامات پورته كړل۔ وزیراعظم عاشورې لپاره د محسن نقوي انتظامات وستائل۔