
پېښور۔ 06 جولائی (اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام د خالي په ورځ د شانګله په پورن سيمه كښې د نادرا رجسټرېشن سېنټر پرانسته وكړه۔ د دورې په مهال وفاقي وزير د سېنېټر د بېلو څانګو معائنه وكړه۔ ده د اولس سهولت لپاره په شوو انتظاماتو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ د پرانستې دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل نادرا سېنټر د ځايي اولس پخوانۍ غوښتنه وه كومه چې د پاكستان مسلم ليګ نون حكومت ترسره كړې ده۔ ده وئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې اولس ته آسانۍ وركول او معاشي پرمختګ د حكومت اولنۍ ترجيح ده۔ په قومي سلامتيا او د دې په دفاع خپلو خبرو كښی وفاقي وزير ووئيل د پاكستان سياسي او عسكري مشرتابه په وخت او فعاله پرېكړې كولې سره د هند ناوړه عزائم ناكامه كړل۔ ده ووئيل دكشمير په مسئله د پاكستان دريځ په ګرده نړۍ كښې منلې شي۔ په مذهبي اقدارو خپلو خبرو كښې وفاقي وزير د امام حسېن او د هغه د ملګرو شهادت ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل ټوله اسلامي نړۍ د هغوي قرباني د عدل او حق په لاره كښې تر ټولو لويه قرباني ګڼي۔