حضرت امام حسين ؓ حق ٬ انصاف او د انسانيت لوړو اقدارو لپاره د كربلا په ميدان كښې ځانګړې قرباني وركړه: اعظم نذير تارړ

اسلام آباد۔6جولائی(اے پی پی) د قانون ٬ انصاف او د بشري حقونو وفاقي وزير اعظم نذير تارړ د حضرت امام حسېن او د هغه وفادار ملګرو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې كومو چې حق ٬ انصاف او د انسانيت لوړو اقدارو لپاره د كربلا په مېدان كښې ځانګړې قرباني وړاندې كړه۔ د عاشورې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې اعظم نذير تارړ ووئيل مونږ د امام حسېن ؓ او د هغه د عظيم ملګرو ځانګړې قربانۍ ته سلام كوو كومه چې هغوي حق ٬ انصاف او د انسانيت د عزت په خاطر د كربلا په مېدان كښې وركړه۔ امام حسېن ؓ د ظلم په وړاندې د ټيټېدو په ځاې شهادت ته ترجيح وركړه او دا به انسانيت ته تل دا خبره يادوي چې د باطل په وړاندې غلې پاتې كېدل ګويا د حق لارې څخه سرغړونه كول دي۔ د قانون وزير ووئيل د كربلا پېغام يو عالمګير پېغام دے ٬ دا مونږ ته د صبر ٬ همت ٬ استقامت او قربانۍ په څير اقدارو د خپلولو تعليم راكوي كوم چې د كومې هم عادلانه او انساني ټولنې بنياد دي۔ ده ووئيل د يو قام په حېث به مونږ له په دې تعليماتو غور كول وي او انصاف په ځاې ساتلو ٬ د ظلم په ضد غږ پورته كولو او د مظلوم طبقې ملاتړ كولو له به د خپل عهد پخلے كول وي۔ ده ووئيل راځۍ چې په دې مقدسه ورځ مونږ دا عهد وكړؤ چې دا اقدار به د خپل انفرادي او اجتماعي ژوند برخه جوړوو۔