
اسلام آباد۔6جولائی(اے پی پی) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان سره په كوئټه كښې سياسي لارښودو ٬ بلدياتي نمائندګانو ٬ وكيلانو ٬ زده كوؤنكو ٬ قبائلي مشرانو او د سيمې مهمو شخصياتو ملاقاتونه وكړل۔ په دې ملاقاتونو كښې په سيمه اييزو او قامي چارو او د بلوچستان په پرمختګ او سوكالۍ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ سېکرټرېټ لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د سېنېټ لڼد مهاله چيئرمېن په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل د هېواد پرمختګ او په خاص توګه بلوچستان صوبې او د ګرد هېواد د وروستو پاتې سيمو پرمختګ له به مونږ ټولو له خپل فعاله كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل د هېواد پرمختګ او سوكالي هله ممكن ده كله چې مونږ د همغږۍ او يووالي جذبې سره كار وكړؤ۔ ده ووئيل پاكستان بلها قدرتي وسائل لري ٬ ضرورت د دې خبرې دې چې مونږ ټول په ګډه د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره خپل كردار ترسره كړؤ دغسې چې قامي وسائل په مثبت او فعاله ډول وكارولې شي۔ ده ووئيل ټولو سياسي ګوندونو له به ذاتي ګټو څخه پرته د هېواد پرمختګ ٬ استحكام او سوكالۍ لپاره كار كول وي دغسې چې د يو سوكاله او مضبوط پاكستان بنياد كېښودلے شي۔ په ملاقات كښې ګډون كوؤنكو د سېنېټ د لنډ مهاله چيئرمېن خیالاتو او وژن سره اتفاق كولو سره د بلوچستان صوبې په شمول د ګرد هېواد په پرمختګ كښې د خپل اړخه د بشپړه مرستې باور وركړو۔