
اسلام آباد۔6جولائی(اے پی پی) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سېدال خان د عاشورې په موقعه خپل خصوصي پېغام كښې وئيلې دي چې د محرم الحرام لسمه ورځ په اسلامي تاريخ كښې يوه داسې ځلنده ورځ ده كومه چې مونږ ته د قربانۍ ٬ مړانې او په اصولو د ټينګ پاتې كېدو درس راكوي۔ دا ورځ د امام حسېن علېه السلام او د هغه د وفادارو ملګرو د ځانګړې قربانۍ ياد تازه كوي كومو چې د ظلم او زياتي په ضد ځانونه قربانولو سره د حق او صداقت بېرغ پورته كړو۔ د سېنېټ سېکرټرېټ لخوا د اتوار په ورځ په جاري شوي پېغام كښې هغه ووئيل كربلا يوازې يو مېدان جنګ نه ؤ بلكه دا هغه مكتب فكر ؤ چرته چې حق او باطل جلا جلا وپېژندلے شو۔ د امام حسېن علیه السلام ټينګ اودرېدل انسانيت لپاره يو داسې د لارې مشال دے كوم چې د هر دور مظلومانو ته غږ كوي چې د ظلم په ضد اودرېدل اصل شجاعت او د بندګۍ تقاضا ده۔ هغه ووئيل دا ننۍ ورځ مونږ ته ځان سره د حساب كولو بلنه راكوي چې مونږ په خپل ژوند كښې تر كوم حد د امام حسېن په اصولو عمل كوو۔ آيا مونږ د ظلم په ضد غږ پورته كوو؟ آيا مونږ انصاف ٬ مساواتو او ورورولۍ ته وده وركوو؟ كه داسې نه وي نو د عاشورې ورځ مونږ ته د پاڅېدو غږ كوي٬ د باطل په ضد د اودرېدو او حق لپاره د عمل مېدان ته د كوزېدو۔ هغه ټول قام او په خاص توګه اهلِ تشیع ته د عقيدت سلام وړاندے كړو كومو چې د امام حسېن پېغام ژوندے ساتلے دے۔ ده ووئيل راځۍ چې په ګډه دا لوظ وكړؤ چې مونږ به پاكستان كښې د امن ٬ زغم ٬ انصاف او يووالي ډيوه مړه كېدو له ورنكړؤ٬ مونږ به د كربلا درس په خپل ژوند كښې عملي كولو سره يو مثالي او سولييزه ټولنه تشكيلولو كښې خپل بشپړ كردار ترسره كوو۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے مونږ ته د امام حسېن علیه السلام سيرت څخه د زده كړې كولو په هغې د عمل كولو او خپل هېواد د امن ٬ ورورولۍ ا٬ پرمختګ او يووالي مركز جوړولو توفيق راكړي۔