په مصر كښې ترافيكي پيښه ٬ 9 كسان مړه ٬ 11 ژوبل

قاهرہ ۔6جولائی(اے پی پی) په مصر كښې د يوې ترافيكي پېښې په نتيجه كښې 9 كسان مړه او 11 ژوبل شوي دي۔ د مصر د روغتيا وزارت وېنا ده چې تېره ورځ په قطبي مصر كښې د دوه ګاډو خپلو كښې د ټكر كېدو له امله 9 كسان مړه او 11 ژوبل شول۔ دا پېښه په المنوفيه كمشنرۍ كښې په قاهرہ الاسکندریه ستره لاره رامخې ته شوه۔ په ابتدائی اطلاعاتو كښې وئيلې شوي دي چې يو مني بس په غلط لاس راروان ګاډي سره ټكر شو ٬ پېښه د تند رفتارۍ د لاسه رامخې ته شوه۔ مصری پراسکیوشن د پېښې پلټنې پېل كړې دي۔ د مصر د روغتيا وزارت ژوبل شوو لپاره په سمدستي توګه د طبي مرستې برابرولو هدايت جاري كړے دے۔