
سیالکوټ۔6جولائی (اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې كربلا غټ سبق دے چې د دين په عزت آل رسول قربان شو۔ په سيالكوټ كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل په غزه كښې 70 زره مسلمانان شهيدان كړې شوي دي٬ په غزه كښې چې مسلمانان كومې كربلا سره مخ كړې شوي دي د هغې بايد مخنيوې وكړې شي٬ په خاص توګه حكمران طبقه دې د خپلې ذمه وارۍ احساس وكړي۔ ده وئيل د عاشورې په ورځ به مونږ له دا ياد ساتل وي چې هغه وخت څه شوې وو او دا مهال څه كيږي۔ ده ووئيل فلسطيني ماشومان او مشران د لوږې د لاسه خوراك لپاره په قطارونو كښې ولاړ وي او په دوئي ډزې كولې شي۔ دا صورتحال د فوري پام غوښتنه كوي۔