د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان د عاشورې په موقع پيغام

اسلام آباد۔6جولائی(اے پی پی)د وزيراعظم يوتھ پروګرام چیئرمېن رانا مشهود احمد خاں د يوم عاشوره 1447ھ په موقع خپل خصوصي پېغام كښې وئيلې دي چې يوم عاشوره د صبر ٬ قربانۍ او د كردار د عظمت ورځ ده٬ د امام حسن قرباني تر قيامت ورځې انسانيت لپاره د لارې مشال دے٬ دحسېنیت پېغام د باطل په وړاندې د لې پاتې كېدو نه بلكې مړانې سره د اودرېدو دے۔ رانا مشهود احمد خاں ووئيل ځوانان د قام سرمايه دي ٬ د كربلا پېغام زمونږ د كردار په تعمير كښې لارښودنه كوي۔ ده ووئيل د نن ځوان بايد د ديانت ٬ قربانۍ ٬ زغم او ريښتيا علمبردار وي۔ رانا مشهود احمد خاں زياته كړه چې وزيراعظم یوتھ پروګرام ځوانان باوقاره او باصلاحيته نسل جوړولو له هڅې كوي۔ ده ووئيل ځوانان دې خپل كردار سره په نړۍ كښې مثبت بدلون پېل كړي۔ رانا مشهود احمد خاں دعا وكړه چې پاكستان دې د يووالي ٬ پرمختګ او امن مركز جوړ شي۔