
کراچۍ۔ 06 جولائی (اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټيسوري وئيلي دي چې د عاشورې ورځ مونږ ته د قربانۍ ٬ صبر ٬ بهادرۍ ٬ حق لپاره د اودريدو او د عدل په لار د روانيدو درس راكوي۔ د اتوار په ورځ ګورنر هاؤس څخه په جاري شوي بيان كښې ګورنر ووئيل د عاشورې ورځ په هر دور كښې د ظلم په ضد د اودرېدو او مظلوم سره د مرستې كولو پېغام وركوي۔ ده ووئيل مونږ له د امام حسېن (رض) د عظيمې قربانۍ فلسفې څخه لارښودنه ترلاسه كولو سره په ټولنه كښې امن او انصاف په ځاې كول دي۔ د سندھ ګورنر ووئيل چې د عاشورې ورځ د دې عهد پخلي ورځ ده چې مونږ به د هر دور يزيد په ضد حسېني كردار ترسره كوو۔ ده ووئيل په بشري تاريخ كښې د امام عالی مقام قربانی د انسانیت تحفظ او د اصولو سرلوړۍ له يو روښانه مثال دے۔ ګورنر دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ګران هېواد د دائمي استحكام ٬ پرمختګ ٬ مينې او قامي يووالي مظهر جوړ كړي۔