
اسلام آباد۔6 جولائی(اے پی پی) د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوی وئيلي دي چې د كربلا پېښه د حق او ريښتيا د سرلوړۍ يو ستر داستان دے٬ امام حسين د خپلې قيمتي وينې د لارې امت لپاره د حق او باطل پوله تر قيامته ښكاره كړه٬ يزيدي قوتونه نن د فتنة الهندوستان په روپ كښې خپل ناوړه عزائم ترسره كولو له په شازشونو كښې بوخت دي٬ ټولو له به د امام حسېن (رض) په روښانه تعليماتو عمل كولو سره د يزيدي قوتونو ناپاك عزائم ناكامه كول دي۔ وفاقی وزیر محسن نقوی د عاشورې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې ووئيل امام حسين(رض) د خپلې قيمتي وينې د لارې امت لپاره د حق او باطل پوله تر قيامته ښكاره كړه۔ امام حسېن (رض) دا اوښودل چې د ايمان لاره يوازې د عمل د لارې روښانه كيږي۔ محسن نقوی ووئيل عاشوره يوازې تاريخ نه د بېدارۍ مركز دے٬ چرته چې ايمان نېزو ته ماتې او عظيم قربانۍ ته بقا وركړه۔ وفاقي وزير ووئيل چې د كربلا پېښه د حق او ريښتيا د سرلوړۍ يو ستر داستان دے٬ د امام حسېن (رض) فلسفه ټول انسانيت لپاره د لارې مشال دے۔ محسن نقوی ووئيل د امام حسېن (رض) ژوند مونږ ته دا پیغام راكوي چې د حق په لاره كښې راتلونكي ټول آزمائشونه به زغمل وي۔ وفاقي وزير ووئيل يزيدي قوتونه نن د فتنة الهندوستان په روپ كښې خپل ناوړه عزائم ترسره كولو له په شازشونو كښې بوخت دي٬ ټولو له به د امام حسېن(رض) په روښانه تعليماتو عمل كولو سره د يزيدي قوتونو ناپاك عزائم ناكامه كول دي۔محسن نقوی ووئيل د كربلا معركه دا پېغام وركوي چې د اسلام اعلی اقدارو او اصولو له بايد كومې هم قربانۍ څخه سرغړونه ونكړې شي۔ ده ووئيل ګران هېواد لپاره به ټولو له خپل منځه اختلافات ختمولوسره د باطل قوتونو په ضد يو موټے كيدل وي۔ محسن نقوی ووئيل دعا ده چې پاك پروردګاردے مونږ ته د امام حسېن (رض) په ښكلې نمونه د عمل كولو توفيق راكړي۔