اسلام آباد۔6جولائی(اے پی پی) اسلام آباد کېپټل ټېرېټری (آئی سی ټی) پولیس 10 محرم الحرام لپاره هائي الرټ سېكيورټي پلان تشكيل كړے دے٬ په وفاقي پلازمينه كښې 4 زره څخه زيات پوليس افسران او اهلكار تعينات كړې شوي دي دغسې چې د عاشورې ورځې د 12 جلوسونو او 48 مذهبی مجلسونو حفاظت باوري كړے شي۔ د اسلام آباد پولیس چارواكو وېنا ده چې آئی جی سید علی ناصر رضوی په ګرده ضلع كښې د امنيت ټولو انتظاماتو په خپله نګراني كوي۔ آئی جی وئيلي دي چې د جلوسونو او مجلسونو حفاظت له په اسلام آباد كښې ټولې 57 امنيتي پوستې جوړې كړې شوي دي۔ ده ووئيل د ټرېفك رواني باوري كولو او د اولس مرستې له 300 څخه زيات ټرېفك افسران هم تعينات كړې شوي دي۔ آئی جی سید علی ناصر رضوی ووئيل د سېف سټی سرویلنس، باډی کېمرو، ډرونز سره سره د موبائل او سنټرل دواړو كنټرول رومز د لارې د سکیورټی آپریشنز نګراني كولې شي۔ ده ووئيل په اسلام آباد كښې تر 9 محرم د 76 جلوسونو او 498 مجلسونو د سېكورټي انتظامات وړاندې څخه كاميابۍ سره بشپړ كړې شوي دي۔ د آئی جی وېنا ده چې د سخت موسمي حالاتو باوجود د اسلام آباد پوليس هر افسر او اهلكار ذمه وارۍ سره د خپل فرض ترسره كولو عزم لري۔