د عاشورې ورځ د اسلامي تاريخ يو ځلنده او ځانګړے باب دے كوم چې مونږ ته د قربانۍ حق وينا او د مضبوط عزم پيغام راكوي: د صدر آصف علي زدراري د عاشورې ورځې په مهال پيغام

اسلام آباد۔06جولائی(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې عاشوره د اسلامي تاريخ يو ځلنده او نه ځانګړې باب دے كومه چې مونږ ته د قربانۍ ٬ حق وېنا او د مضبوط عزم پېغام راكوي۔ دا ورځ د نبي علېه السلام د نمسي حضرت امام حسېن (رض) او د هغه د كورنۍ او ملګرو د شهادت ياد تازه كوي كوم چې د باطل په ضد د ابدي ستړو علامت دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر آصف علي زرداري د يوم عاشوره 1447ھ په موقعه په خپل پېغام كښې ووئيل دا ورځ نه يوازې د قربانۍ ٬ وفا او صبر يو ځانګړے داستان دے بلكې يو روښانه مشال هم دے كوم چې د هر دور په تيارو كښې د حق او ريښتيا لاره ښائي۔ د امامِ عالی مقام شهادت د كوم سياسي يا وقتي مصلحت لپاره نه ؤ بلكې دا يو الهي مشن ؤ چې بنياد يۍ د صداقت ٬ عدل او د پاك پروردګار رضا وه۔ ده ووئيل د كربلا په خاوره يوازې يو جنګ نه ؤ شوے بلكې دغلته د ضمير ٬ كردار او د دين د اصل روح امتحان ؤ۔ صدر مملکت ووئيل چې امام حسېن او د هغه ملګرو لوږه ٬ تنده او د مرګ شدت قبلولو سره انسانيت ته هغه سبق وركړو كوم چې زمانه كله هم هېرولې نه شي۔ د هغه پېغام نن هم ژوندے دے او دا په اصولو د ټينګ پاتے كيدو٬ د ظلم او جبر په وړاندے نه ټيټيدو او حق لپاره د هرې قربانۍ وركولو عظيم پيغام دے۔ صدر مملکت ووئيلكه مونږ هېواد ته په پېښو چېلنجونو غور وكړؤ نو محسوس به شي چې مونږ ته د يو قام په حېث د حسېني كردار ضرورت دے۔ مونږ به د امام حسېن عليه السلام په لاره تللو سره نه يوازې د خپل نفس اصلاح كول وي بلكې د حكمرانۍ خپل نظام ٬ سماجي رويې او قومي ترجيحات به هم د ايماندارۍ ٬ شرافت او د عام وګړو د خېر ښېګړې په بنياد اودرول وي۔ ده ووئيل مونږ له به نن دا عهد كول وي چې پاکستان به د امام حسېن علېه السلام د آزادۍ او عدل پېغام مظهر جوړوو او ورورولۍ ٬ مينې ٬ زغم او قامي يووالي ته به وده وركوو۔ زما دعا ده چې پاك پروردګار مونږ ته د امام حسېن (رض) په لاره د تللو توفيق ركړي۔ زمونږ په زړونو كښې ايماني غېرت٬ مړانه ٬ صبر او ايثار پېدا كړي او زمونږ هېواد پاكستان د استحكام ٬ سوكالۍ او مينې مركز جوړي كړي۔ آمين۔