د عاشورې ورځ مونږ ته د صبر ٬ قربانۍ او په اصولو د ټينګ پاتے كيدو عظيم مثال وړاندې كوي: د وزيراعظم شهباز شريف د عاشورې ورځې په مهال پيغام

اسلام آباد۔06جولائی(اے پی پی) وزیرِ اعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د عاشورې ورځ د اسلامي تاريخ يوه عظيمه او عبرتناكه ورځ ده كومه چې مونږ ته د صبر ٬ قربانۍ او په اصولو د ټينګ پاتے كېدو هغه ځانګړې مثال راكوي كوم به چې تر قيامت ورځې د انسانيت ضمير روښانه كوي۔ د وزیراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د يوم عاشوره 1447ھ په موقعه خپل پېغام كښې ووئيل د محرم په لسمه نېټه د كربلا په مېدان كښې چې كومه معركه وشوه هغه كومه عامه معركه نه وه بلكې هغه نړۍ لپاره يو دائمي او ابدي پيغام دے۔ امام حسېن (رض) او د هغه كورنۍ او ملګرو ريښتيا ٬ عدل او د دين سرلوړۍ له د خپلو ځانونو قرباني وركړه خو د باطل په وړاندې يۍ خپل سر ټيټ نه كړو۔ وزيراعظم ووئيل د هغوي دا قرباني مونږ ته دا خبره په ګوته كوي چې د اصولو حفاظت او په حق اودرېدو له لويه حوصله او مضبوط يقين پكار وي۔ ده ووئيل د امام حسېن شهادت څخه دا خبره په ډاګه كيږي چې د دین اسلام اصل روح په انسانی وقار، عدل، رحم، اصول پرستۍ او آزادۍ كښې پټ دے۔ وزیر اعظم ووئيل د كربلا پېښه مونږ ته دا درس راكوي چې اګر كه د حق لاره سخته ده خو هم دا لاره ده چې د پاك پروردګار د رضا ٬ زړونو لپاره د اطمينان او د ابدي كاميابۍ ذريعه ده۔ ده ووئيل د امام عالي مقام پېغام يوازې تر هغه زمانې محدود نه دے بلكې دا يو ابدي پېغام دے كوم چې نن هم مونږ ته باور راكوي چې مسلمان حق لپاره اودرېږي ٬ د مظلوم ملګرتيا كوي او په هر حال كښې د انصاف ملاتړ كوي۔ وزیر اعظم ووئيل نن زمونږ قوم يو شمېر چېلنجونو سره مخ دے مونږ له به د امام حسېن سيرت څخه لارښودنه ترلاسه كول وي۔ مونږ له به په خپل ملي ژوند كښې ديانت ٬ زغم ٬ صبر ٬ قربانۍ او اصول پسندۍ له ځايې وركول وي۔ انفرادی رویو څخه تر رياستي پالېسيو كه مونږ د كربلا په رڼا كښې خپل مزل روان وساتؤ نو پاكستان يو داسې فلاحي ٬ منصفانه او خود دار رياست جوړېدے شي كوم چې نه يوازې د خپل اولس د هيلو ترجماني كولې شي بلكې هغه به نړۍ لپاره يو مثال هم وي۔ وزیر اعظم ووئيل د امام حسېن عظيمه قرباني د اسلامي نړۍ ګډه سرمايه ده۔ مونږ بايد د مقدس پېغام د وحدت ذريعه جوړه كړؤ او خپله ټولنه د مينې٬ روادارۍ او خواخوږۍ مركز كښې بدله كړؤ۔ وزيراعظم ووئيل راځۍ چې په دې ورځ دا لوظ وكړؤ چې مونږ به په خپل ژوند كښې حق او صداقت خپل شعار جوړوو۔ مونږ به د ظلم په ضد غږ پورته كوو او خپل هېواد ته به د هغې امن ٬ عدل او وقار وركولو هڅه كوو د كوم پړق چې د سيدنا امام حسېن په روښانه كردار كښې ليدلے شي۔ وزیر اعظم شهباز شریف ووئيل زما دعا ده چې پاك پروردګار پاكستان د امن ٬ اتحاد او پرمختګ په لاره روان وساتي او دا هېواد داخلي او خارجي فتنو څخه ساتلو سره مستحكم كړي مونږ ته هغه دانش او حكمت راكړي كوم سره چې مونږ يو روښانه او باوقاره سباؤن پلو مخ په وړاندې لاړ شوو۔ آمین۔