پاکستانی لوبغاړو په ایشین جونیئر اسکواش شپ كښې 7 تمغې په خپل نوم كړې

اسلام آباد۔5جولائی(اے پی پی) پاكستان په سوئيلي كوريا كښې شوي 32 م اېشین جونیئر انفرادی سکواش چېمپئن شپ 2025 كښې په مجموعيتوګه 7 تمغې ترلاسه كړې دي۔ د يو پرېس ريليز له مخې پاكستان په مېن ایونټ كښې دوه ګولډ مېډل، دوه سلور مېډل ، يو برانز مېډل او پلېټ ایونټ كښی دوه ګولد مېډل ترلاسه كړې دي۔ پاکستان سکواش فېډرېشن ټولو كاميابي ترلاسه كوؤنكو ته مباركي وركولو سره وئيلي چې پاكستان اسكواش يو وارې بيا ټرېك ته راغلے دے او په مېګا ايونټس كښې ګولډ مېډل په خپل نوم كول يوه لويه كاميابي ده۔ مونږ په خپل ځوان اسكواش اسټارز وياړؤ۔