صدر ډونلډ ټرمپ سره د سعودي دفاع وزير ملاقات ٬ په غزه جنګ او دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه

واشنګټن ۔5جولائی(اے پی پی) امریکائي صدر ډونلډ ټرمپ سره په سپينه مانړۍ كښې د سعودي عربستان د دفاع وزير شهزاد خالد بن سلمان ملاقات وكړو په كوم كښې چې د ايران په وضعه او د منطقې په نورو چارو خبرې وشوې۔ د العربيه له مخې دا خبرې د اسرائيلي وزيراعظم بنجمن نېتن ياهو ټرمپ سره په سپينه مانړۍ كښې د ګل په ورځ كېدونكي ملاقات څخه وړاندے شوې دي۔ ټرمپ انتظامیه په راتلونكې مياشت كښې د سعودي عربستان او اسرائيل ترمينځه د يوې تاريخي لوظنامې كولو عزم لري۔ امریکائي صدر سره له ملاقات وروستو د سعودي عربستان د دفاع وزير د ايران د وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل اسټاف مېجر جنرل عبدالرحیم موسوی سره ټېلېفوني خبرې وكړې۔