
پېښور ۔ 05 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډی د خالي په ورځ په صدر كښې د 9م محرم الحرام د مركزي ماتمي جلوس دوره وكړه۔ د ګوند ډپټی جنرل سېکرېټری ابرار سعید سواتی او د اهل تشيع اكابرين هم ده سره وو۔ ګورنر ماتمي جلوس سره د يووالي څرګندونه كولو سره ووئيل چې د امام عالی مقام او اهلبېت غم د ټولې اسلامي نړۍ غم دے۔ ګورنر د امنتيتي انتظاماتو جاج واغست او د قانون نافذ كوؤنكو ادارو اهلكارو ته يۍ د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ په دې موقع ميډيا سره خبرو كښې ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل دعا ده چې په ټوله نړۍ كښې د محرم الحرام مياشت په سولييز ډول پايې ته ورسي۔ ده ووئيل مونږ ټولو له به زغم او روادارۍ سره ټول سازشونه ناكامه كول وي۔