د سينيټ چيئرمېن او د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن كراچۍ كښې د استوګنې ودانۍ رالوېدو په پېښه د غم ډړد څرګندونه وكړه

اسلام آباد 04جولائی(اے پی پی) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني او د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان كراچۍ لياري سيمه كښې د استوګنې ودانۍ رالوېدو په پېښه د افسوس او غم دړد څرګندونه كړې ده ٬په دې پیښه كښې ګڼ شمېر كسان مړه او ژوبل شوي۔د سينيټ سېكرټرېټ له مخې د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره غمرازي او د يو والي څرګندونه كولو سره ووئيل دې افسوس ناكې پیښې نه يوازې ځپلې كورنۍ بلكې ټول قام خفه كړے ۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې په حق رسېدلو كسانو له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق او ژوبل شوو ته روغ صحت وركړي۔د سينيټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال خان ځپلو كورنيو سره د يو والي څرګندونه كولو سره په دې خبره زور راوړو چې حكومت او اړوندې ادارې دې په سمدستي توګه د مرستې كاروائي تندې كړي٬ژوبل شوو ته دې ېمعياري طبي آسانۍ وركړې شي او د ځپلو كسانو بشپړه بحالۍ لپاره دې هر ممكن مرسته وكړې شي