
سوات 04جولائی(اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام باجوړ چاودنه كښې د شهيد شوي اسسټنټ كمشنر فيصل اسماعيل شهيد قبر ته لاړو ٬د ګلونو څادر يې خپور او فاتحه خواني يې وكړه۔ د شهيد فيصل اسماعيل تعلق د اوډيګرام٬سوات څخه ؤ ۔په دې موقع د پوليس يوې چټك ډلې شهيد ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ امير مقام د شهيد كورنۍ سره ملاقات وكړو او د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره يې ووئيل فيصل اسماعيل پشان وظيفه ترسره كوونكي ٬بهادر او باوقاره افسران د قام سرمايه او وياړ دي۔هغه د خپل ځان په قرباني وركولو ثابت كړه چې د پاكستان بهادر زامن چرته هم نه وروستو كيږي۔ده ووئيل د شهيدانو قربانۍ د هېواد سلامتيا٬استحكام او د اولس د تحفظ ضمانت وركوي۔ټول قام د هغه جذبې٬بهادرۍ او عزم ته سلام كوي۔وفاقي وزير امير مقام ووئيل مونږ د شهيدانو كورنۍ سره ولاړ يو۔حكومت د هغوي په غم دړد كښې برابر شريك او د شهيدانو قربانۍ به تل ياد ساتلې شي۔ده د ترهه ګرۍ په ضد جنګ روان ساتلو عزم سره ووئېل زمونږ رياست٬اولس او ادارې يو موټے دي۔وفاقي وزير سيمه ايز امن كښې د سول افسران٬پوليس او قانون نافذ كوونكو ادارو كردار هم وستائېلو او د هغوي خذمات ته يې پيرزوئنې وړاندې كړې۔په دې موقع ځايې چارواكي٬انتظاميه او سينئر افسران هم موجود وو۔