وفاقي وزير انجينئر امير مقام د مردان رستم نوي كلي ته لاړو٬سوات پېښه كښې په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره غمرازي

مردان 04جولائی(اے پی پی)وفاقي وزير او د مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام د مردان رستم نوي كلي سيمه كښې د سوات درياب په پېښه كښې په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام په دې موقع فاتحه خواني وكړه او په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره يې د يو والي څرګندونه وكړه۔وفاقي وزير ووئيل د سوات دا افسوسناكه پېښه د نه بيانولو وړ خفګان سبب ده ٬تر څو ساعتو درياب كښې ګيرو تهخ كومه رېسكيو ډله ونه رسېده كومه چې د صوبائي حكومت بشپړه ناكامۍ او نااهلي ده ۔وفاقي وزير په دې موقع هغه درې كسانو سره هم ملاقات وكړو چې كوم ځايې رضا كار محمد هلال په بهادرۍ او جرات په خپله مرسته بچ كړي وو ۔په دې مهال انجينئر امير مقام د هغه خپلې خوا مالي مرسته هم وكړه۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې شهيدانو له لوړې درجې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔په دې موقع د پاكستان مسلم ليګ(ن)مردان ضلعې صدر عنايت باچا ايډووكيټ٬ضلعې جنرل سيكرټري او پخوانے ايم پي اے جمشيد خان مومند٬ د (ن)ليګ اقليتي ونګ صوبائي صدر سريش كمار او مياں عبدالرحمان پشمول نور ليګي عهديدار او شخصيات هم موجود وو