اسلام آباد 22 جون (اے پی پی) د قامي وطن ګوند مشر آفتاب احمد خان شېرپاؤ وئېلي دي چې ګاونډيانو سره اړيكې ښه كول بايد زمونږ د خارجه پالېسۍ برخه وي۔ د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره د خبرو په مهال ده ووئيل چې پاكستان د افغانستان حكومت سره په ترهه ګرۍ كښې ككړ كسانو حواله كولو غوښتنه شوې٬ كه چرې دا كسان د افغانستان حكومت په كنټرول كښې وي نو دا به پاكستان ته حواله كولې شي۔ده ووئيل چې افغانستان كښې يو پلو افغان حكومت بل پلو ناټو موجود دي خو ترهه ګر د چا په كنټرول كښې نه راځي ځكه دا خبره د فكر ده چې د افغان حكومت په وس كښې دا خبره ده چې هغوي به دا ترهه ګر پاكستان ته حواله كړي۔ده ووئيل چې پاكستان