بلوچستان كښې پرمختيائي اهداف سر كولو لپاره شخصي څانګې سره همكاري ضروري ده ٬ د خزانې وزير مير شعيب نوشېرواني

كوئټه۔4 جولائي (اے پي پي) د خزانې صوبائي وزير مير شعيب نوشېرواني وئېلې دي بلوچستان كښې پرمختيائي اهداف سر كولو لپاره د شخصي څانګې سره همكاري ضروري ده ٬ حكومت سرمايه كارۍ ٬ روزګار او د ښه خدمات وركړې له د پبلك پرائيوټ پارټنر شپ ماډل په موثر ډول خپلولو له هلې ځلې كوي٬ دغسې چې د صوبې لويو ښارونو كښې د ژوند نظام په جديد ډول روان كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د پبلك برائيوټ پارټنر شپ بورډ د 7 م غونډې مشرۍ په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د بلوچستان د انوېسټمنټ بورډ چيئرمېن ٬ ايډيېشنل چيف سېكرټري د منصوبه بندۍ او برقيات زاهد سليم٬ ايډېشنل چيف سېكرټري د كورنيو چارو محمد حمزه شفقات ٬ د خزانې سېكرټري عمران زركون او نورو لوړ پورو ٬ د بلوچستان چېمبر آف كامرس اينډ انډسټري سينئر نائب صدر حاجي اختر كاكړ بشمول نورو چارواكو ګډون وكړو۔ غونډې ته د خزانې وزير ووئېل د ببلك پارئېوټ پارټنر شپ تر مخه سروس ډيلوري په ښه ډول تر سره كېدې شي او دا د صوبې د ماليي زياتېدو زريعه هم جوړېدې شي ٬ ځكه زمونږ پورا هڅه ده چې د پبلك پرائيوټ پارټنر شپ تر مخه منصوبو چلولو ته بام لرنه وكړې شي۔