كوئټه۔4 جولائي (اے پي پي) د بلوجستان پوهنتون وائس جانسلر پروفېسر ډاكټر ظهور احمد بازئۍ په مشرۍ كښې يوه مهمه غونډه وشوه چې پكښې د پوهنتون ډينز ٬ ډائرېكټرز ٬ چيئرپرسنز او انتظامي مشرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د پوهنتون د تعليمي ٬ انتظامي او مالي چارو په تفصيل سره جاج واغستلے شو٬ په خاص توګه د بي ايس د امتحانات ٬ كلاس شېډول او بېلو څانګو ته په پیښو مالي او انتظامي چېلنجز بحث وشو۔ د غونډې مقصد دا ؤ جې تعليمي نظام موثر او روان وساتلے شي ۔ ټولو ګډون كوونكو په غونډه كښې وړاندېزونه او د خپلو څانګو رپورټ وړاندې كړو ۔ وائس چانسلر د ټولو وړاندېزونو ستائنه كولو سره د ټيم ورك٬ سپېځلتيا او زده كوونكو ته د پام لرنې تاكيد وكړو۔ غونډه كښې د پوهنتون د ملازمانو د رويې په مهمو نكات هم بحث وشو۔