د 5 څخه تر 16كلونو هر ماشوم لپاره وېړيا او لازمي زده كړې برابرول د هغه دستوري حق دے: سينيټر رزينه عالم خان

اسلام آباد۔4جولائی(اے پی پی) د نظریه پاکستان کونسل ذېلی ادارې تعلیم نېټ ورک پاکستان چیئرپرسن سېنېټر رزینه عالم خان وئيلي دي د 5 څخه تر 16كلونو هر ماشوم لپاره وېړيا او لازمي زده كړې برابرول د هغه دستوري حق دے٬ مونږ له به د خپلې برخې ډيوه بلول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د بورډ آف ډائرېكټرز غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ دې ووئيل ما لپاره دا د دروناوي خبره ده چې د نظريه پاكستان د مؤسس ارواښاد زاهد ملك خوب ريښتيا كوم۔ په غونډه كښې ډاکڼر اېم سليم په بانيان پاكستان ، نظریه اسلام او پاکستان ، دوه قومي نظريه ، قرار داد مقاصد او پاکستان او تحریک آزادی پاکستان جوړ كړے شوي ښكلې چارټس وړاندې كړل كوم به چې فائنل منظورۍ څخه وروستو په ټولو سركاري او نجي تعليمي ادارو كښې لګولې شي۔ ډاكټر اېم افضل بابر په دوه غېر رسمي سكولونو جوړولو د كار تفصيلات غونډې ته وړاندې كړل د كومو چې په يوه خله منظوري وركړې شوه۔ په غونډه كښې دا هم پرېكړه وكړې شوه چې په جولائي كښې به د دواړو غېر رسمي سكولونو بنيادي كار ختمولو سره په دې كار پېل كولې شي