د وزيراعظم شهباز شريف د تركيه صدر رجب طيب ايردوان سره ملاقات ٬ د دواړو هيوادونو ترمينځه په ټولو مهمو څانګو كښې د اړيكو پيشرفت له د عزم پخلے

خانکندی۔4جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف او د تركيه صدر رجب طیب ایردوان د پاكستان او تركيه ترمينځه په ټولو مهمو څانګو كښې د اړيكو پېشرفت لپاره د عزم پخلے كړے دے۔ دواړو لارښودو د تجارت ٬ دفاع ٬ توان ٬ سيمه ايز تړون او د سرمايه كارۍ په څانګه كښې د همكارۍ لا مضبوطولو په اهميت زور راوړے دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د تركيه صدر رجب طيب ايردوان سره د 17 مې اي سي او سرمشريزې غونډې په موقع ملاقات وكړو۔ دواړو لارښودو د پاكستان او تركيه دوه اړخيزه اړيكو جاج واغست او په مهم سيمه ايز پېشرفت يۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د پاكستان او تركيه ترمينځه په ټولو مهمو څانګو كښې د اړيكو پېشرفت لپاره د عزم پخلے وكړے شو ۔ دوئي د تجارت ٬ دفاع ٬ توان ٬ سيمه ايز تړون او د سرمايه كارۍ په څانګه كښې د همكارۍ لا مضبوطولو په اهميت زور راوړو۔ دې مقصد لپاره په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلی كچ پلاويو په تبادله اتفاق وشو دغسې چې د دواړو لارښودو ترمينځه شوي مفاهمت ته زر تر زره عملي شكل وركړے شي۔ وزیراعظم شهباز شریف په منطقه كښې امن ٬ استحكام او د تلپاتي پرمختګ ګډ هدفونه مخ په وړاندې بوتللو له تركي سره په ګډه كار كولو كښې د پاكستان د نه كمزورې كېدونكي عزم پخلے وكړو۔