
اسلام آباد۔4 جولائی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د پاكستاني اولس او حكومت لخوا صدر ډونلډ ټرمپ ٬ امريكائي انتظاميې او اولس له د آزادۍ ورځې مباركي وركړې ده۔ د جمعې په ورځ په سوشل ميډيا اېكس خپل يو پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل د پاكستاني اولس او حكومت لخوا صدر ډونلډ ټرمپ ٬ امريكائي انتظاميې او اولس له د هغوي د آزادۍ ورځې په موقع د زړه له كومي مباركي وركوم۔ ده ووئيل پاكستان امريكا سره خپله پخوانۍ همكاري مهمه ګڼي او په راتلونكو كلونو كښې د دې د لا مضبوطولو عزم لري۔ ده ووئيل مونږ په امريكائي نژاد وګړو هم وياړ لرؤ كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د يو مهم پل په توګه كار كوي