پیښور۔4 جولائي (اے پي پي) پاكستان مسليم ليګ ن د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د مخصوص چوكو وېش په پیښور هائي كورټ كښې چېلنج كولو سره د الېكشن كمېشن اعلاميه د كالعدم ګرځولو او د غړو د سوګند پورته كولو نه د ايسارولو استدعا كړې ده۔ پاكستان مسلم ليګ ن د بېرسټر ثاقب رضا تر مخه دائر درخواست كښې موقف خپل كړے چې الېكشن كمېشن د مخصوص چوكو غېر منصفانه وېش كړے دے چې ورسره د ګوند آئيني او قانوني حقونه متاثره شوې دي۔ درحواست كښې وئېلې شوي جمعيت علما اسلام له يوازې د 7 جنرل چوكو په بدل 10 مخصوص چوكۍ وركرې شوي او مسلم ليګ چې په اسمبلۍ كښې 7 غړي لري دوي له 8 مخصوص چوكۍ وركړې شوي۔ د درخواست كونكې تر مخه پاكستان مسلم ليګ ن په صوبه كښې 6 چوكۍ ګتلې وې او يو كس ورسره بيا آزاد شامل شوے ؤ چې ټوله شمېره يې 7 جوړېږي خو الېكشن كمېشن د مخصوص چوكو تعين مونږ له په 6 چوكو كړے دے۔ درخواست كښې غوښتنه شوې چې د الېكشن كمېشن اعلاميه كالعدم وګرځولې شي او د مخصوص چوكو د سره بيا تعين وكړے شي۔