
پېښور۔ 04 جولائی (اے پی پی) اليكشن كميشن په سينيټ كښې د خيبر پښتونخوا صوبې په 7 جنرل ٬ د ميرمنو په 2 او د ټيكنو كريټ / علماﺀ كرامو په 2 نشستونو د پولنګ نوټيفكېشن جاري كړے دے۔ د الېكشن كمېشن خېبر پښتونخوا له مخې پولنګ به په 21 جولائی 2025 د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په ودانۍ كښې كيږي۔ دې سره سره الېکشن کمېشن د ثانیه نشتر سېنېټ څخه په خالي شوې چوكۍ ټاكنو له الېكشن پروګرام جاري كړے دے چې له مخې به يۍ پبلک نوټس 9 جولائی 2025 ، د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو نېټه د 10 او 11جولائی ، د دې د جنچ پرتال نېټه به 16 جولائی او پولنګ به په 31 جولائي وي۔ دغسې د ارواښاد ساجد میر په خالي چوكۍ الېكشن لپاره نوټيفكېشن هم جاري كړے شوے چې له مخې يۍ ريټرننګ افسران به د كانديدانو بيا كتلے شوے فهرست په 15 جولائی 2025 جاري كوي او د نامزدګۍ كاغذونه به تر 16 جولائي 2025 بېرته اخستلے شي۔ پولنګ به په 21 جولي 2025 د پنجاب اسمبلۍ په ودانۍ كښې كيږي۔ دې سره سره په قامي اسمبلۍ كښې د خېبر پښتونخوا صوبې څخه د مسلم ليګ ن د مېرمنو په مخصوص 2 خالي شوو چوكو ټاكنو له هم الېكشن پروګرام جاري كړے چې له مخې به يۍ ريټرننګ آفيسر پبلك نوټس په 8 جولائی 2025 جاري كوي۔ په 9 او 10 جولائي به د نامزدګۍ كاغذونه جمع كولې شي۔ د دغې كره كتنه به په 14 جولائي او د كانديدانو حتمي فهرست به په 24 جولائي جاري كولې شي۔ مسلم لیګ ن له به تر 10 جولائي ترجيحي فهرست ریټرننګ آفيسر سره جمع كول وي۔ پولنګ به په 21 جولائي د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په ودانۍ كښې كيږي۔ دا خبره دې ياده وي چې الېکشن کمېشن په 2 اپرېل 2024 يادې شوې ټاكنې د سپیکر لخوا په مخصوص چوكو د ټاكلے شوو غړو صوبائي اسمبليو څخه د سوګند نه پورته كولو او د الېكټورل كالج نيمګړي پاتې كېدو له امله ځنډولې وې