
اسلام آباد۔4 جولائی(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د امريكې د آزادۍ ورځې په موقع امريكائي اولس ٬ لنډ مهاله سفير نېټلی بېکر او سفارتي چارواكو له مباركي وركړې او هغوي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه كړې ده۔ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی امريكائي حكومت او اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل د آزادۍ ورځې په موقع د امريكائي اولس په خوشحالو كښې يو برابر شريك وو۔ محسن نقوی ووئيل د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ په مشرۍ كښې امريكا د پرمختګ ٬ اتحاد او امن په لاره روان دے۔ ده ووئيل هيله ده چې د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ په دور كښې به پخوانۍ نړيوالې شخړې ختمې شي۔ محسن نقوی ووئيل په پاك هند تاؤ تريخوالي كښې د صدر ټرمپ كردار د يو بصيرت لرونكې او زير مشرتابه دے۔ ده ووئيل په پاك هند تاؤ تريخوالي كښې د امريكائي صدر ډونلډ ټرپ تعميري كردار به تر ډېرې مودې ياد ساتلے شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل په سپينه ماڼۍ كښې د صدر ټرمپ لخوا د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر په درناوي كښې وركړې تاريخي مېلمستيا د پاك امريكا د اړيكو نوے بنياد دے۔ محسن نقوي ووئيل د جولائي 4 مه نېټه امريكائي اولس لپاره د عزم ٬ حوصلې او د يووالي د پخلي ورځ ده۔ ده دعا وكړه چې د امريكا 249 مه د آزادۍ ورځ دې نړۍ له د انصاف ٬ آزادۍ او امن نوے پېغام ثابت شي