
خانکندي 04 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف او د ازبکستان صدر شوکت مرزيوئيف د پاکستان او ازبکستان ترمېنځه په دوه اړخيزه او په ګڼ اړخيزه كچه په روانه قوي مرسته د اطمينان څرګندونې كولو سره تجارت او سرمايه کاري، شريك روابط، توان، سيمه ايزې سلامتيا، كلتور او د اولسي تبادلو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته اتفاق وكړو ٬ دواړو مشرانو د پاکستان او ازبکستان ترمېنځه د اوږدې مودې د ورورولۍ مرستې لا قوي او پراخه كولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د ازبکستان صدر شوکت مرزيوئيف سره د آذربائيجان په خانکندي ښار كښې د اي سي او مشرانو 17مې غونډې په موقع ملاقات وكړو٬ دواړو مشرانو د پاكستان او ازبكستګان ترمېنځه په ګڼ اړخيزه كچه په روانه قوي مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه٬ وزيراعظم او ازبك صدر د دواړو هېوادونو ترمېنځه كلتوري٬ تهذيبي او په تاريخي اړيكو زور راوړو كومې چې په يو شمېر څانګو كښې قوي شراكتدارۍ له كوټلېے بنياد وركوي٬ دغسې دواړه مشران تجارت او سرمايه کاري، شريك روابط، توان، سيمه ايزې سلامتيا، كلتور او د اولسي تبادلو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته صلاح شول۔ په ملاقات كښې دواړو مشرانو د سيمه ايزو روابطو په منصوبو په خاص توګه د ټرانس افغان ريلوے منصوبې په اهميت زور راوړو٬ دې مقصد لپاره وزيراعظم شهباز شريف او د ازبکستان صدر لوظنامو ته حتمي شكل وركولو لپاره د خپلو سينئر وزيرانو د تاشقند او اسلام آباد په دورو اتفاق وكړو۔ دواړو مشرانو د پاکستان او ازبکستان ترمېنځه د اوږدې مودې د ورورولۍ مرستې لا قوي او متنوع كولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ دواړو مشرانو د شرېكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو هم د نقطه نظر تبادله وكړه۔