رامخې ته چېلنجونه د سيمه ايز يو والي غوښتنه لري٬ د پاكستان او ايران په ضد د هند او اسرائيل د بريدونو سخته غندنه٬ موسمياتي مسئلې د اجتماعي اقدامات متقاضي دي۔ وزيراعظم شهباز شريف د اي سي او کنفرنس ته وېنا

خانکندي 04 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په سيمه ايز اتحاد او يو والي زور راوړولو سره وئيلي دي د موسمياتي بدلون ٬ جغرافيائي او د سياسي عدم استحكام پشمول د سيمه ايزو او نړيوالو چېلنجونو مخنيوي لپاره د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) غړو هېوادونو بشپړې شراكتدارۍ ته اړتيا ده٬ سيمه ايزه مرسته او شرېكې خوشحالۍ لپاره د ټيکنالوجي ترقي ضروري ده، د متقابل انحصار وده او د علم د پراختيا نوے دور پېل كېدونكے دے٬ د اي سي او غړي هېوادونه د موسمياتي بدلون ژور اثرات سره مخ دي ٬ ويلې كېدونكې ګليشيئرز، سخته ګرمي او د تباهي كونكې سېلاب پشمول نور چېلنجونه رامخې ته دي٬ ماحولياتي مسئلو څخه د لكهونو په شمېر اولس غذائي تحفظ او روزګار په خطر كښې دے، پاکستان د موسمياتي بدلون په زياتو ځپلو شوو لسو هېوادونو كښې شامل دے، د موسمياتي بدلون مخنيوي لپاره پاکستان پاليسي وضع كړې ٬ د بحالۍ او بيا روغونې څلور نكاتي منصوبې ته پام ګرځولے شوے ، موسمياتي مسئلې د اجتماعي اقدامات متقاضي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په خانکندي كښې كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم د کنفرنس ګډون كوٶنكو مشرانو او د اي سي او د سيکرټري جنرل هركلي كولو سره د آذربائيجان صدر الهام علييوف ته د اي سي او مشرانو د 17مې غونډې په كاميابه تابيا مباركي وركړه او د اي سي او غړو هېوادونو مرستې ته ودې او د تنظيم زياتو هلو ځلو ته يې پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل په بدلېدونكې اوسني نړيوال صورتحال كښې ټيکنالوجيکل بدلون رامخې ته كېږي چې په سبب ئې متقابلي انحصار وده كوي او زيات شوي نړيوال روابط، سيمه ايزه مرسته د مسئلو حل پشمول د اقتصادي تقسيم خاتمه او د مشتركه خوشحالۍ هدفونه سر كولو له مرستياله ثابتېږي۔ وزيراعظم ووئيل په دې تناظر كښې د اقتصادي مرستې تنظيم زمونږ د هيلو عكاسي كوي، پاکستان د اي سي او وروڼو هېوادونو د وياړ وړ شراكتدار په توګه د مشتركه هدفونو سر كولو عزم لري۔ ده زياته كړه چې د اي سي او د 17مې غونډې خاص پام تل پاتې او په ماحولياتي لچك مشتمل سباٶن ته دے٬ دا دواړه عوامل په وخت او د بشپړه پام وړ او مهم دي۔ ده ووېيل د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د اي سي او غړي هېوادونه د ماحولياتي بدلون اثرات څخه متاثره كېږي چې پكښې د ګليشيئرز ويلي كېدل هم شامل دي كوم چې تودخي په درجه كښې د اضافې نتيجه ده۔ وزيراعظم ووئيل دغسې په سېلاب كښې اضافه او په زرعي پېداوار كښې د كمي مسئلې هم رامخې ته دي، دا مسئلې د غذائي تحفظ په حواله كروړونو كسانو لپاره د غذائي تحفظ خطرې رامخې ته كوي۔ وزيراعظم شهباز شريف زياته كړه چې پاکستان د موسمياتي بدلون په زياتو ځپلے شوو لسو هېوادونو كښې شامل دے٬ په كال 2022 كښې سخت سېلاب د 33 ملين نه د زيات كسان متاثره شوي ٬ په ګرد هېواد كښې ډېر زيات مالي و ځاني او بنيادي ډهانچې ته هم سخت زيان رسېدلے دے۔ ده ووئيل په تېره اوونۍ كښې هم د پاكستان په ضلع سوات كښې د سېلاب په سبب يو شمېر قېتمي ځاني زيان وشو۔ ده ووئيل پاكستان او يو شمېر نور هېوادونه دا ډول زيانونو سره مخ دي او په ماحولياتي مسئلو د اضافې په سبب بحران زياتېږي۔ ده ووئيل پاكستان په ماحولياتي مسئلو كښې كمي لپاره خپل كردار ترسره كولو سره د ماحولياتي بدلون په اړه يو شمېر پالېسي اقدامات كړي او په فور اېف منصوبه تندۍ سره كار روان دے چې له مخې به يۍ ماحولياتي لچك ٬ بحالۍ ٬ رېكوري او بيا ودانۍ ته خاص پاملرنه كولې شي۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل دا ماډل كاميابي مونږ ټولو لپاره د قدر وړ لارښوونه وړاندې كوي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې پاكستان د كاربن د كم اخراج راهداريانو ٬ په اي سي او مشتمل د كاربن خاتمې پلېټ فارم او په سيمه ايزه كچه د طبعي آفتونو مقابلې له د لچكدار نظام خصوصي فرېم ورك وړاندېز كوي دغسې چې کلائېمېټ فنانس برابرولو سره سره په سيمه ايزه كچه كلين انرجي كورېډور او اېكو ټورازم ته وده وركړې شي۔ دغسې د تلپاتي اقتصادي پرمختګ هدفونه سر كولو او ځوانانو او مېرمنو لپاره د ګرين روزګار موقعې رامخې ته كړې شي۔ ده ووئيل دې اقدامات سره به په بېلوسيمو كښې د ژوند ابتدائي ضرورتونه ترسره كېدو له مرسته ترلاسه شي۔ ده زياته كړه زمونږ په ورور ايران او نورو هېوادونو غېر قانوني او غېر اخلاقي د اسرائيل بريد د يو خطرناك رجحان عكاسي كوي۔ ده ووئيل پاكستان د ايران په ضد د اسرائيلي جارحيت كلكه غندنه كوي۔ وزيراعظم په اسرائيلي جارحيت د زيات افسوس څرګندونه كولو سره په دغه مهال خپل ژوند له لاسه وركوؤنكو له د بخښنې او جنت كښې د اعلي مقام او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د پاكستان په ضد هند ښكاره جارحيت وكړه او مقبوضه كشمير كښې رامخې ته شوې پېښه يۍ د دغې بنياد وګرځولو۔ ده ووئيل د هند دا اقدام د سيمه ايز امن غېر مستحكمولو برابر دے۔ ده ووئيل زمونږ مېړني وسله وال پوځ د فيلډ مارشل سيد عاصم منېر په مشرۍ كښې كردار تر سره كړو ٬ زمونږ نه يرېدونكي اولس هم په زړه پورې كردار ترسره كړے كوم چې د عزم ٬ حوصلې او پروفېشنلزم يو غوره مثال دے۔ ده په دې موقعه پاكستان سره د يووالي په څرګندونه په كولو د اي سي او غړو هېوادونو مننه وكړه ۔ وزيراعظم ووئيل د غزه مسلمانان پرله پسې بحران او جارحيت سره مخ دي چرته چې اسرائيل انساني اقدار وروستو غورځولو سره د مرستې كارمندانو په شمول د ملګرو ملتونو په اهلكارو هم بريدونه كوي۔ ده ووئيل اسرائيل د غزه اولس لپاره يوازينې لائف لائن هم پرې كړے دے او د غزه خلق سختو غذائي مسئلو سره مخ دي۔ ده ووئيل پاكستان په ګرده نړۍ كښې د بې ګناه وګړو په ضد د دې ډول اقدامات سخته غندنه كوي٬ هغه كه په غزه ٬ كشمير يا ايران كښې وي يا چرته بل ځاے۔ وزيراعظم ووئيل د طبعي آفتونو او ماحولياتي بدلونونو خطرې به كمول وي۔ ده ووئيل اوس مونږ وينو چې هند اوبه د وسلې په توګه كاروي ، د هند دا اقدام غېر قانوني دے كوم چې د نړيوال بنك په مشرۍ كښې د شوې لوظنامې ښكاره خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل نړيوال د ثالثۍ عدالت هم په اوسني رولنګ كښې دا اقدام غېر قانوني ګرځولے دے۔ ده ووئيل د هند دا اقدام په بشپړه توګه د قبلولو وړ نه دے او پاكستان دا مسترد كوي۔ ده ووئيل اوبه د 240 ملين وګړو لپاره لائف لائن دے۔ هند ته به د دې ډول كوم خطرناك ګام پورته كولو كله هم اجازه ورنكړؤ۔ وزيراعظم ووئيل د تجارت ٬ سرمايه كارۍ او سيمه ايز تړون وده زمونږ د ګډو مقاصدو د كاميابۍ كنجي ده۔ وزيراعظم ووئيل پخواني سلك روټ څخه د اي سي او هېوادونه غوره سباؤن لپاره بايد استفاده وكړي۔ ده په كال 2027 كښې په لاهور كښې د اولسي تړون او سېلګرۍ په اړه د كنفرنس د ګډون كوونكو مننه كولو سره هغوي ته باور وركړو چې لاهور د پاکستان كلتوري مركز دے۔ ده ګډون كوؤنكو ته د پاكستان دورې او په لاهور سمټ كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه۔ وزيراعظم ووئيل د سيمې ايزو مسئلو باوجود راځۍ چې يووالي او همكارۍ ته وده وركړؤ دغسې چي زمونږ اولس سولئيز او په زړه پورې ژوند تېر كړې شي۔ وزيراعظم د خپل خطاب په پايه كښې د سمټ كاميابۍ سره په كولو صدر الهام علييوف له خصوصي مباركي وركړه۔