د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري په كراچۍ كښې د استوګنې ودانۍ د غورځېدو په پېښه د غم دړد څرګندونه وكړه

کراچۍ 04 جولائي (اے پي پي) د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري په كراچۍ كښې د استوګنې ودانۍ د غورځېدو په پېښه د غم دړد څرګندونه وكړه د كومې په نتيجه كښې چې څلور كسان مړه او شپږ نور َژوبل شوي۔ د جمعې په ورځ د ګورنر هاٶس لخوا د جاري بيان له مخې ګورنر په پېښه د تشويش څرګندونه كولو سره په دې خبره زور راوړو چې د مرستې كاروانو لپاره دې ټول وسائل وكارولې شي۔ ده امر وكړو چې ژوبل شوو ته دې ټول ممكن طبي سهولتونه وركړې شي۔ ده زياته كړه چې په دې لړ كښې به غفلت او بې غوري نه برداشت كوٶ