پېښور 04جولائی(اے پی پی)د مردان په ګاروشاه اديره سيمه كښې د چت رالوېدو له امله 2 كسان ژوبل شوي دي ۔د رېسكيو 1122 وياند له مخې د پېښې اطلاع ترلاسه كېدو سره د رېسكيو 1122 ميډيكل او ډيزاسټر ډلې د پېښې ځاې ته ورسېدلې او ژوبل شوي 17 كلن محمد او 60 كلن ګوهر يې ابتدائي طبي مرسته وركولو سره ايم ايم سي روغتون ته منتقل كړل۔