د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق كراچۍ كښې د استوګنې ودانۍ راپريوتو كښې په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد 04جولائی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق كراچۍ كښې د استوګنې ودانۍ راپريوتو په نتيجه كښې په قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې۔د جمعې په ورځ د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ده د حق رسېدلو كسانو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔ ده ووئېل د غم په دې سخت وخت كښې مونږ د غم جنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔ده رېسكيو ډلې ته د مرستې كاروائۍ سمدستي د بشپړولو هدايت كولو سره ووئېل ژوبل شوو ته دې ښې طبي آسانۍ وركړې شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر په حق رسېدلو كسانو لوړو درجو او د غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا هم وكړه۔