
خانكندي 04جولائی(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايشين يوتھ ګرلز نيټ بال چيمپئن شپ په ګټلو ډلې او قام له مباركي وركولو سره وئېلي دي دا بريا ټول قام لپاره د وياړ وړ لمحه او لوبو كښې د پاكستانو مېرمنو لپاره يو بل عظيم سنګ ميل دے۔د جمعې په ورځ په “ايكس”خپل پوسټ كښې وزيراعظم ډلې ته په غوره لوبه شاباشے وركړو۔ده په ټول ټورنامنټ كښې په ماتې نه خوړولو د ډلې په خاص توګه ستائنه وكړه۔د يادونې وړ ده پاكستان د ايشين يوتھ ګرلز نيټ بال چيمپئن شپ كښې په غوره كاركردګۍ فانئل كښې مالديپ ته په ماتې وركولو سره ټائټل په خپل نوم كړے دے۔