وادی نیلم – چلهانه سيمه كښې د سيلګرو ګاډي نيلم درياب ته د پريوت ٬ 7 كسان په حق ورسيدل

نیلم۔ 04 جولائی (اے پی پی) د نيلم وادۍ په چلهانه سيمه كښې د سېلګرو ګاډي نيلم درياب ته د پرېوتو په نتيجه كښې د 5 ميرمنو په شمول 7 كسان په حق ورسېدل۔ بره نیلم څخه مظفر آباد ته تلونكې ګاډې نيلم درياب ته پرېوت۔ ځايي ځوانانو د مړو شوو جسدونه درياب څخه راويستلي بياهم د يو كوچني مړے تر دې دمه نه دې ترلاسه شوے۔ د سېفټی وال نشتوالي او د سړك ناوړه حالت د پېښې سبب ښودلے شي۔ د سېلګرو ګاډې زرګونه فټه ښكته كندې ته پرېوتے۔ ریسکیو آپرېشن روان دے ٬ د پېښې د علت سمه اندازه تر دې دمه نه ده لګولې شوې ۔ بلخوا د اېس ډی اېم اے ډلې هم موقعې ته رسېدلې دي