
اېبټ آباد۔ 4 جولائی (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا په زياتره ضلعو كښې د 5 څخه تر 11 جولائی د زياتو بارانونو امكان دے۔ د اېبټ آباد ضلعي انتظاميې لخوا په جاري شوي بيان كښې ریسکیو، میونسپل عملې او نورو اړوندو څانګو ته هدايت شوے چې هغوي د بارانونو نوې لړۍ څخه وړاندې د باران د لاسه كېدونكي زيان څخه بچ كېدو لپاره پېشګی اقدامات وكړي۔ په بيان كښې سېلګرو او مسافرو ته هدايت شوے چې هغوي غرئيزو سيمو ٬ دريابونو او نهرونو پلو غېر ضروري سفر څخه ډډه وكړي۔ په كوم هم بېړني صورتحال كښې دې وګړي په سمدستي توګه د پی ډی اېم اے په هېلپ لائن 1700 یا د ضلعی کنټرول روم اېبټ آباد په فون نمبر 9310553 ۔ 0992 رابطه وكړي۔