د قانون سرلوړي د يو مهذبې او قوي ټولنې بنياد دے۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر

پېښور 04 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي د قانون سرلوړي د يو مهذبې او قوي ټولنې بنياد دے او د وكيلانو په دې لړ كښې كردار كليدي حېثيت لري٬ وكيلان دې د مقدمو زر پرېكړې كولو او سائلينو ته انصاف وركولو لپاره په عدالتونو كښې موثر كردار ولوبوي۔ د ګورنر هاٶس لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د چارسده دورې په مهال د ډسټركټ بار ايسوسي اېشن د نوو ټاكلے شوو عهدېدارو د سوګند پورته كولو دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث د ګډون په مهال وكړه ۔ ګورنر په دې موقع نوو ټاكلے شوو عهدېدارو څخه سوګند واخست او دوي له ئې مباركي وركړه۔ ګورنر دا هيله څرګنده كړه چې د بار نوې قيادت به اولس ته انصاف وركولو او د قانوني خدمات بهترۍ كښې بشپړ كردار ولوبوي۔