
اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د ايشين يوتھ ګرلز نيټ بال چيمپئن په ګټلو د پاكستان لوبډلې له مباركي كړې ده۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملکت د پاکستان د لوبغاړو د مالديپ په ضد د زړه پورې بريا ستائنه كولو سره ووئيل قامي لوبډلې په سوئيلي كوريا كښې په ايشيائي چيمپئن جوړېدو د پاكستان نامه روښانه كړه ۔ صدر مملکت ووئيل د پاكستان لوبډلې د غېر معمولي صلاحيتونو څرګندونه كړې٬ هيله لرو چې په سباٶن كښې به هم لوبډله نورې كاميابۍ ترلاسه كړي۔