
اسلام آباد۔04جولائي(اے پي پي ) د ایران او عراق تلونكو زائرین مسائل حل کولو لپاره د خاص ټاسک فورس مهمه غوونډه وشوه چې پكښې د زائرین سهولت او امنيت لپاره مهمې پرېكړې وشوې۔ د داخله وزارت نه جاري بیان تر مخه د وزیراعظم په سپارښتنه د چئیرمین ټاسک فورس داخله وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د ټاسک فورس غونډه وشوه ۔ وفاقی وزیر د مذهبي چارو سردار محمد یوسف، وفاقي وزیر د سمندر پورې پاکستانیانو چوهدري سالک حسین او د كورنيو چارو وزیر مملکت طلال چوهدري په غونډه كښې ګډون وكړو۔ د ټاسک فورس غونډه كښې د زائرین سهولت او امنيت لپاره مهمې فیصلې وشوې ۔ غونډې ته سول ایوی ایشن چارواكو بریفنګ وركړو ۔ هغوي ووئېل د ایران لپاره په اوونۍ كښې د پروازونو شمېره د 6 نه 15 کړې شوې ۔ په اربعین د عراق لپاره د 107 خصوصي پروازنو انتظام شوے دے ۔ غونډه كښې د ایران او عراق تلونكو زائرین لپاره د پروازونو شمېره لا په زياتولو غور وكړے شو ۔ غونډې ته ووئېل شول په سباون كښې زائرین ته لا ښې سفري اسانۍ وركولو لپاره د فیری سروس هم پېل كوو۔ غونډه كښې پرېكړه وشوه د عاشوره او اربعین لپاره به د امنيتي صورتحال د سره بيا جاج اغستو سره زائرین ته د زمكيزې لارې سفر په حقله پرېكړه كولې شي ۔ چیئرمین ټاسک فورس ووئېل د موجودہ صورتحال تر مخه زائرین د هر ډول مشکل یا پریشانۍ نه ساتلو ته پام لرنه كوو ۔ ده ووئېل د زائرین حفاظت تر ټولو زيات عزیز دے ۔ غونډه كښې پرېكړه وشوه چې بل كال د وړومبۍ جنورۍ نه به د زائرین د ګروپ آرگنائزرز نوے سسټم لاګو شي او سالار سسټم به مکمل منقطع کرے شي ۔ دا هم پرېكړه وشوه چې د وړومبۍ جنورۍ 2026 نه به زائرین يوازې د ګروپ آرګنائزرز سسټم تر مخه زیارتونو لپاره تللې شي ۔ داخله محسن نقوي هدایت وكړو چې ایف آئي اے او اړوندې ادارې دې د زائرین په نامه عراق ته تلونكې غیر قانوني كسانو مخ نيوي لپاره هر ممکن اقدامات وكړي ۔ غوندې ته ووئېل شول د زائرین ګروپ آرګنائزرز رجسټریشن لپاره تر اوسه 1413 درخواستونه راغلي دي ، د درخواستونو د جانچ پړتال او سکروټني عمل روان دے ۔ غونډه كښې داخله ، د مذهبي چارو سېكرټريز ، د اطلاعات او خارجه وزارتِ استازو هم ګډون وكړو ٬ دغسې ډي جي ایف آئي اے، ډي جي سول ایوی ایشن، ایډیشنل چیف سیکرټري بلوچستان، آئی جي بلوچستان، کمشنر کوئټه او نور لوړ پوړې هم موجود وو۔۔