تل ابیب۔04جولائی (اے پي پي ) د اسرائیل د قامي سلامتیا وزير ایتمار بن ګویر يو ځل بيا په غزہ د مکمل قبضې ، د مرستې سامان نه پریښودو او د غزہ په لاکھونو وګري د هغه ځائے نه د ويستلو د ډاډګېرنې غوښتنه كړې ده ۔ د العربیه اردو تر مخه هغه تېره ورځ د اسرائیل پوځ د ریډیو سره خبرو كښې ووئېل د جنګ بندۍ لوظنامې ته د رسېدلو خواهش يوه لويه تېروتنه ده ، مونږ له د يوې لمحې لپاره هم اويسارېدل ننه دي پكار۔ هغه زياته كړه مونږ له مکمل فتح تر لاسه كول پكار ده٬ د غزه په مكمل پټۍ قبضه کول دي۔ مونږ له انساني مرسته د ايسارولو او د هجرت كولو ډاډ ګېرنه پكار ده، داسې لوظنامې نه كومې چې بس جزوي نتيجې وركوي۔ د اسرائیل براډ کاسټنګ اتھارټي ته يو جلا بیان كښې د اسرائیل د قامي سلامتیا وزیر زور راوړو چې مونږ د بنديوانو د تبادلې ٬ د لوظنامې او د جنګ بندۍ د مرستې هيڅ ارادہ نه لرو٬ كومه چې د حکومت په ایجنډا ده۔ هغه د اسرائیل حکومت لاپروا وګرځولو ۔ هغه خارجه وزیر سموټریچ ته هم اپیل وكړو چې هغه ممکنه لوظنامه ناکامه كولو له زما سره ملګرے شي ۔ هغه ادعا وكړه چې غزہ كښې حقیقي فتح تر لاسه كولو له دا يوه تاریخي موقع ده ۔