د وزیراعظم یوتھ پروګرام، اوجی ډی سی ایل او نیوټیک ترمينځه د 1000 ځوانانو په خپلو پښو اودرولو له د مفاهمت يادښت لاس ليك شو

اسلام آباد۔4 جولائی(اے پی پی) د وزیراعظم یوتھ پروګرام، اوجی ډی سی ایل او نیوټیک ترمينځه د 1000 ځوانانو په خپلو پښو اودرولو له د مفاهمت يادښت لاس ليك شوے دے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم يوتھ پروګرام څخه د جاري شوي بيان له مخې د آئل اېنډ ګېس ډوېلپمنټ کمپنی لمېټډ (اوجی ډی سی اېل) هېډکوارټرز اسلام آباد كښې يوه مهمه غونډه وشوه په كومه كښې چې د اوجی ډی سی ایل او نیوټیک ترمينځه د 1000 ځوانانو په خپلو پښو اودرولو له د مفاهمت يادښت لاس ليك شو۔ د دې ستراتيجيكي همكارۍ مقصد پاكستانو ځوانانو ته د هنرمندۍ ٬ تكنيكي او ووكېشنل تربيې ٬ لوبو ٬ ماحولياتي شعور او د روزګار موقعې وركولو سره هغوي په خپلو پښو اودرول دي۔ د لاس ليك دستوره كښې د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خاں، د او جی ډی سی اېل اېم ډي /سی ای او احمد حیات لک او د هغه ډلې او پلاوي او د نیوټېک چیئرپرسن ګل مینه بلال احمد او د هغې ډلې ګډون وكړو۔ د مېمورنډم آف انډرسټېنډنګ(اېم او یو) مقصد پاكستانو ځوانانو ته د هنرمندۍ ٬ تكنيكي او ووكېشنل تربيې ٬ لوبو ٬ ماحولياتي شعور او د روزګار موقعې وركولو سره هغوي په خپلو پښو اودرول دي۔د دې همكارۍ له مخې به د پی اېم وائی پی او نیوټېک پلېټ فارمز د لارې په هنر د اډانه لرونكو زده كړو او کېریئر ترقۍ ته وده وركولې شي او د ډیجیټل یوتھ حب (ډی وائی اېچ) د لارې به د روزګار موقعې وركولې شي۔ دې سره سره ځوانان به ای سپورټس، ټېلنټ ٬ هند سپورټس پروګرامز او رضاكارانه فعاليتونو كښې مشغول ساتلې شي۔ په ابتدائي توګه به ګرد هېواد څخه 15 څخه تر د 35 كالو عمر ځوانان شاملولې شي۔ په دې كښې به شموليت د علاقائي تنوع او مېرټ په بنياد باوري كولې شي۔ په دې موقع د درېو واړو ادارو مشرانو د دې همكارۍ په اهميت رڼا واچوله۔ د او جی ډی سی اېل اېم ډی/سی ای او احمد حیات لک ووئيل كمپني د هېواد په سباؤن كښې په سرمايه كارۍ باور لري او ځوانان خپلواكه جوړول د دې مهم جز دے۔ د اېم وائي چيئرمېن رانا مشهود احمد خاں ووئيل دا د اېم او یو ځوانانو باوقاره موقعو سره د تړلو په لوري يو مهم ګام دے۔ د نیوټېک چیئرپرسن ګلمينه بلال احمد ووئيل ځوانانو او په خاص توګه وروستو پاتې سيمو سره تعلق لرونكو ته ووکېشنل او ټیکنیکل هنر ښودل زيات زيات ضروري دي دغسې چې د صلاحيت او موقعو ترمينځه خلا لرې كړې شي۔