صدر مملکت کراچۍ كښې د ودانۍ غورځېدو په پېښه د غم دړد څرګندونه وكړه

کراچۍ 04 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په کراچۍ د ودانۍ غورځېدو په پېښه د غم دړد څرګندونه كولو سره د سندھ حكومت ته د مرستې كارونو تندولو امر كړے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې صدر مملکت په پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو سره د غمرازي او همدردي كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔ صدر مملکت د ځپلو او د ملبې لاندې كسانو رېسكيو كولو امر وكړو۔ صدر مملکت د پېښې د سبب تعين له او په سباٶن كښې د دغسې پېښو څخه بچ كېدو لپاره د موثره اقدامات هم امر وكړو۔